ويکيپېډيا

ويکيپېډيا
Wikipedia-logo.png
Www.wikipedia.org screenshot 2013.png
د وېبځي بڼه
انټرنټي پته http://www.wikipedia.org‎
شعار يو وړيا پوهنغونډ چې هر څوک يې ليکلی شي
په الېکسا کې رتبه ۹ [۱]
د وېبځي ډول انټرنټي پوهنغونډ
نومليکنه د لوستونکو په خوښه
د کارولو وړ ژبه(ژبې) گڼ ژبنيز (۲۶۴ ژبې) [۲]
خاوند د ويکيمېډيا بنسټ
بنسټ ايښودونکی جېمي وېلز, لېري سانگر [۳]
د پېل نېټه ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال

ويکيپېډيا ( انگريزي: Wikipedia) د انټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي. ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي (د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک) او وروستۍ برخه يې د انگرېزي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی [۴] او په ډېر لنډ وخت کې د انټرنټ تر ټولو لوی، چټک پرمختلونکی او د ټولگړو مالوماتو تر ټولو نوموتې انټرنيټي سرچينې بڼه يې غوره کړې. [۵] [۶]

د ۲۰۰۷ کال تر ډيسمبر مياشت پورې شته شمار ښودلې چې ويکيپېډيا په ۲۵۳ ژبو کې نژدې ۹،۲۵ ميليونه ليکنې لري، چې که د ويکيپېډيا ټولې ليکنې سره يوځای کړو نو دا ټول به له ۱،۷۴ بيليون وييونو نه هم ډېر لغتونه وي. په ۹ د سېپټمبر، ۲۰۰۷ کال کې د انگريزي ژبې د ويکيپېډيا د ليکنو شمېر له ۲،۰۰۰،۰۰۰ څخه واوښته او تر ۱۲ د مارچ، ۲۰۰۸ کال پورې د انگريزي ويکيپېډيا د ليکنو زېرمه له ۲،۲۷۶،۰۰۰ ليکنو څخه واوښتله چې دغه ټولې ليکنې له ۹۹۰،۰۰۰،۰۰۰ وييونو [۷] او لغتونو نه جوړ شوي. د ويکيپېډيا ليکنې په ټوله نړۍ کې د ويکيپېډيا د داوطلبو کارونکو لخوا په گډه توگه ليکل شوي او هرڅوک چې د انټرنټ آسانتياوې لري کولای شي چې د دغه پوهنغونډ په نژدې ټولو ليکنو کې سمون راولي. ويکيپېډيا په ډېر يو لنډ وخت کې خپل ځان نړېوالو ته ور پېژاندلی او ښه نوم يې ايستلی [۸] چې اوسمهال په نړېواله کچه د نړۍ په ۱۰ ډېرو کتونکو ويبځاييونو کې شمېرل کېږي. [۹]

د يوې معتبرې او منلې سرچينې په توگه تل د ويکيپېډيا دريځ د پوښتنې لاندې راغلی [۱۰] ځينې نور بيا د ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانگې، د ټولو د خپراوي وړتيا، د بې پلوۍ او بې پرې سياست او د سرليکونو د پراختيا د اسانتياؤ ستاينه کوي. [۱۱] اوس د ويکيپېډيا ډاډه توب او کره توب يوه مسٔله ده. [۱۲] او بل انتقاد چې اکثراً په ويکيپېډيا کېږي هغه د ورانکارۍ او ناسمو او ناتصديق شويو مالوماتو پر وړاندې د دغه پوهنغونډ اغېزمنتوب دی. [۱۳] خو اکثراً داسې هم انگېرل کېږي چې په علمي کارونو او ليکنو کې ورانکاري او د ناسمو مالوماتو خپراوی لنډمهاله وي. [۱۴] [۱۵]

د نيويارک ټايمز، جانتان ډي، [۱۶] او انډريو ليح، د پرليکه ژورناليزم په اړه د پينځم نړېوال سمپوزيوم، [۱۷] پر مهال، د ويکيپېډيا ارزښت نه يواځې د يوې پوهنغونډيزې سرچينې په توگه په ډاگه کړی بلکه دا يې يوه ژر تازه کېدونکې خبري منبع هم گڼلې.

کله چې د ټايم مجلې د ۲۰۰۶ د کال شخصيت نورو ته ورپېژانده نو په انټرنټ کې په گډه توگه د پرليکو جټکو پرمختلونکو گرافيکي پاڼو په اړه چې د نړۍ د ډېرو وگړو له لورې کارېږي، داسې انگېرنې هم خپرې کړې چې ويکيپېډيا يو د هغو درې چټک پرمختلونکو وېبځايونو په کتار کې راځي چې د وېب 0.2 د خدماتو په کارولو سره د نړۍ د ډېرو کارېدونکو وېبپاڼو په درېم ځای کې د يوټيوب او مای سپېس سره يوځای شمېرل کېږي. [۱۸]

تاريخ

په اصل کې ويکيپېډيا د پوهنغونډ د يوې بلې پروژې، نيوپېډيا نه رامېنځ ته شو.

ويکيپېډيا د نيوپېډيا د يو بشپړه کوونکې پروژې په توگه په کار پيل وکړ. , دا په انگرېزي ژبه د پوهنغونډ يوه پروژه وه چې د دغې پروژې ليکنې د تجربه کارو ليکوالانو لخوا ليکل کېدل او د يوې رسمي مخکتنې د پروسې نه تېرېدل. د نيوپېډيا بنسټ په ۹ د مارچ ۲۰۰۰ کال کې د بوميس مالکيت، د وېب پورټالونو يوې کمپنۍ لخوا کېښودل شو. د دغه بنسټ، چې وروسته په ويکيپېډيا بدل شو، اصلي غړي جيمي وېلز، بوميس CEO, او لېري سانگر، وه. په پېل کې نيوپېډيا د نيوپېډيا د پرانيستې مېنځپانگې د لايسنس د اجازې لاندې کار کاوه چې د ويکيپېډيا د بنسټ ايښودلو نه مخکې د ريچارډ سټالمېن په غوښتنه يې نوم د جي ان يو د وړيا لاسوندونو لايسنس واړاوه. [۱۹]

جيمي وېلز
لېري سانگر

لېري سانگر او جېمي وېلز د ويکيپېډيا بنسټ ايښودونکي دي. [۳] [۲۰] خو جېمي وېلز ته دا امتياز ور په برخه دی چې هغه د عوامو لخوا د پوهنغونډ د سمون او ايډټ د آسانتياؤ موخه او وړتيا راڅرگنده کړې، [۲۱] او سانگر ته بيا دا امتياز ورکول کېږي چې هغه دې موخې ته د رسېدلو لپاره يوه شعوري چلندلار غوره کړې وه. [۲۲] په ۱۰ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې لېري سانگر د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې د يوې داسې ويکي د جوړولو وړانديز وکړ چې د نيوپېډيا لپاره د يوه غني کوونکې سرچينې په توگه کار وکړي. [۲۳] په رسمي توگه ويکيپېډيا په ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې يواځې د انگرېزي ژبې لپاره په کار واچول شوه او انټرنټي پته يې www.wikipedia.com وه. [۲۴] او د همدې پوهنغونډ خبرتيا د سانگر لخوا د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې خپره شوه. [۲۵] د پيل په لومړيو مياشتو کې د ويکيپېډيا "بې پرې او ناپېيلی اند" [۲۶] د دې وېبځي د تگلارو په مادو کې راغلی ؤ چې د نيوپېډيا د ناپېيلتوب کړنلارې سره ورته ؤ. خو په پيل کې داسې ډېر لږ قوانين وه او ويکيپېډيا، نيوپېډيا پورې نااړونده په خپلواکه توگه چلېدله. [۲۱]

د انگرېزي ويکيپېډيا د ليکنو د شمېر گراف، له ۱۰ د جنوري، ۲۰۰۱ تر ۹ د سېپتمبر ۲۰۰۷ کال (د ۲ ميليونو ليکنو بريد ته د رسېدو نېټه).

په لومړنيو ورځو کې ويکيپېډيا خپلې ونډې له نيوپېډيا، سلش ډاټ ليکنو خپرونو او د انټرنټي پلټن ماشين د نوملړونو نه لاس ته راوړي. د ۲۰۰۱ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا د نژدې ۲۰۰۰۰ ليکنو مېنځپانگه خپله کړې وه او د نړۍ په ۱۸ ژبو کې ويکيپېډيا فعاليت درلوده. د ۲۰۰۲ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا په ۲۶ ژبو کې خپرېدله، د ۲۰۰۳ ز. کال تر پايه همدغه پوهنغونډ ۴۶ ژبو ته وغځېده او د ۲۰۰۴ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا ۱۶۱ ژبو ته وغځېدله. [۲۷] تر ۲۰۰۳ ز. کال پورې نيوپېډيا او ويکيپېډيا دواړه يو ځای سره موجود وه خو په نومېدلي کال کې د نيوپېډيا پالنگر (سرورز) د تل لپاره په ټپه ودرېده، او د نيوپېډيا ټوله مېنځپانگه په ويکيپېډيا کې ځای پر ځای شوه. د ۲۰۰۷ ز. کال د ډېسمبر تر مياشتې د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا ليکنې له ۲ ميليون نه واوړېدلې، او دغه پوهنغونډ ته يې د نړئ تر ټولو ستر جوړ شوي پوهنغونډ وياړ ور په برخه کړ، د ويکيپېډيا دغه چټک پرمختگ د دايرة المعارفونو په تاريخ کې د يونگل پوهنغونډ (1407)، شپږ سوه کلن ريکارډ ور مات کړ. [۲۸]

د بيا خپرېدنې، سوداگريزو خبرتياؤ، د کنټرول د نشتوالي او په انگريزي ژبې د متمرکزيت گڼل د دې سبب شو چې د ۲۰۰۲ کال په فبروري کې د اسپانيوي ژبې ويکيپېډيا کارکونکي د انسايکلوپېډيا لايبرا په جوړولو سره د ويکيپېډيا نه بېل شول. د هماغه کال په پای کې وېلز دا اعلان وکړ چې تر دې وروسته به په ويکيپېډيا کې سوداگريزې خبرتياوې نه ښکاري، او بيا د ويکيپېډيا وېبپاڼه د wikipedia.org پتې ته ولېږدېده. په همدې توگه گڼې نورې پروژې هم د خپرېدو د د لاملونو پر بنسټ د ويکيپېډيا نه بېل شوي. ويکي انفو بيا بې پرې تگلاره نه ده خپله کړې او دا پروژه په اصلي بڼه کې د ترسره شويو څېړنو د خپرولو اجازه ورکوي. د ويکيپېډيا د کړنو نه الهام اخيستونکې نوې پروژې لکه سيټيزېنډيم، سکالرپېډيا، اماپېډيا او د Google کنول — د ويکيپېډيا د محدوديتونو، لکه د گډونوالو مخليدنه، اصلي څېړنه او سوداگريزې خبرتياؤ په غبرگون کې پيل شوي.

په ۲۰ د جون، ۲۰۰۳ ز. کال د ويکيپېډيا او نيوپېډيا د يوځای کېدنې وروسته د ويکيمېډيا بنسټ رامېنځ ته شو. [۲۹] تر دې وروسته په ۱۷ د سېپتمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې ويکيپېډيا د امريکا د متحده ايالاتو د اختراعگانو او سوداگرۍ دفتر نه د Wikipedia® د سوداگريزې نښې د ثبتولو غوښتنه وکړه چې په ۱۰ د جنوري ۲۰۰۶ ز. کال کې دا غوښتنه ومنل شوه. همدا رنگه په ۱۶ د ډېسمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې د ويکيپېډيا د سوداگریزې نښې تړون د جاپان سره او په ۲۰ د جنوري ۲۰۰۵ ز. کال کې د اروپايي اتحاديې کې د يو تړون له مخې ثبت شوه. Technically a service mark, the scope of the mark is for: "Provision of information in the field of general encyclopedic knowledge via the Internet". داسې پلانونه هم شته چې د ويکيپېډيا د سوداگريزې نښې اجازتليک د نورو توليداتو په برخه کې هم وکارېږي، د ساري په توگه د کتابونو او ډي وي ډي گانو په برخه کې. [۳۰] د ۲۰۰۷ ز. کال په اکتوبر کې همدغه بنسټ د ۲۰۰۸ کال په فبروري کې د سېنټ پيټرزبرگ، فلورېډا نه کاليفورنيا کې سانفرانسيسکو ښار ته د خپل مرکزي دفتر د کډه کولو اعلان خپور کړ. [۳۱]

د ۲۰۰۵ کال د ويکيمېډيا د بنسټ د ۴مې دورې د غونډې لگښتونه ۳۲۱،۰۰۰ $ USDوه، چې په دې کې د کمپيوټري هډوانې لگښتونو د ټولې بوديجې (پانگې) نژدې ۶۰% برخه جوړوله. [۳۲] دم مهال د ويکيپېډيا بنسټ پر شخصي بسپنو بسيا دی او د بسپنې ډېرولو مرتبې غونډې ترتيبوي، [۳۳] چې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ د مياشتې بسپنې نژدې يو ميليون ډالر نه اوښتې وې. [۳۴]

Other Languages
Qafár af: Wikipedia
Аҧсшәа: Авикипедиа
Acèh: Wikipèdia
адыгабзэ: Википедие
Afrikaans: Wikipedia
Akan: Wikipedia
Alemannisch: Wikipedia
አማርኛ: ውክፔዲያ
aragonés: Biquipedia
Ænglisc: Wikipǣdia
العربية: ويكيبيديا
ܐܪܡܝܐ: ܘܝܩܝܦܕܝܐ
অসমীয়া: ৱিকিপিডিয়া
asturianu: Wikipedia
Atikamekw: Wikipetcia
Aymar aru: Wikipidiya
azərbaycanca: Vikipediya
تۆرکجه: ویکی‌پدیا
башҡортса: Википедия
Boarisch: Wikipedia
žemaitėška: Vikipedėjė
Bikol Central: Wikipidya
беларуская: Вікіпедыя
беларуская (тарашкевіца)‎: Вікіпэдыя
български: Уикипедия
भोजपुरी: विकिपीडिया
Bislama: Wikipedia
Bahasa Banjar: Wikipidia
bamanankan: Wikipedi
বিষ্ণুপ্রিয়া মণিপুরী: উইকিপিডিয়া
brezhoneg: Wikipedia
bosanski: Wikipedia
ᨅᨔ ᨕᨘᨁᨗ: Wikipedia
буряад: Википеэди
català: Viquipèdia
Chavacano de Zamboanga: Wikipedia
Mìng-dĕ̤ng-ngṳ̄: Wikipedia
нохчийн: Википеди
Cebuano: Wikipedya
Chamoru: Wikipedia
ᏣᎳᎩ: ᏫᎩᏇᏗᏯ
Tsetsêhestâhese: Vekepete'a
کوردی: ویکیپیدیا
corsu: Wikipedia
qırımtatarca: Vikipediya
čeština: Wikipedie
kaszëbsczi: Wikipedijô
словѣньскъ / ⰔⰎⰑⰂⰡⰐⰠⰔⰍⰟ: Википєдїꙗ
Чӑвашла: Википеди
Cymraeg: Wikipedia
dansk: Wikipedia
Deutsch: Wikipedia
Zazaki: Wikipediya
dolnoserbski: Wikipedija
डोटेली: विकिपिडिया
ދިވެހިބަސް: ވިކިޕީޑިޔާ
Ελληνικά: Βικιπαίδεια
emiliàn e rumagnòl: Wikipedia
English: Wikipedia
Esperanto: Vikipedio
español: Wikipedia
eesti: Vikipeedia
euskara: Wikipedia
estremeñu: Wikipedia
Fulfulde: Wikipeediya
suomi: Wikipedia
føroyskt: Wikipedia
français: Wikipédia
arpetan: Vouiquipèdia
Nordfriisk: Wikipedia
furlan: Vichipedie
Frysk: Wikipedy
Gaeilge: Vicipéid
Gagauz: Vikipediya
贛語: 維基百科
Gàidhlig: Uicipeid
galego: Wikipedia
گیلکی: ويکيپديا
Avañe'ẽ: Vikipetã
गोंयची कोंकणी / Gõychi Konknni: Wikipidia
ગુજરાતી: વિકિપીડિયા
Gaelg: Wikipedia
Hausa: Wikipedia
客家語/Hak-kâ-ngî: Wikipedia
Hawaiʻi: Wikipikia
עברית: ויקיפדיה
हिन्दी: विकिपीडिया
hrvatski: Wikipedija
hornjoserbsce: Wikipedija
Kreyòl ayisyen: Wikipedya
magyar: Wikipédia
Հայերեն: Վիքիպեդիա
interlingua: Wikipedia
Bahasa Indonesia: Wikipedia
Interlingue: Wikipedia
Igbo: Wikipedia
Iñupiak: Uiqipitia
Ilokano: Wikipedia
íslenska: Wikipedia
italiano: Wikipedia
ᐃᓄᒃᑎᑐᑦ/inuktitut: ᐅᐃᑭᐱᑎᐊ
Patois: Wikipidia
la .lojban.: uikipidias
Basa Jawa: Wikipédia
ქართული: ვიკიპედია
Qaraqalpaqsha: Wikipedia
Taqbaylit: Wikipedia
Kabɩyɛ: Wikipediya
Gĩkũyũ: Wikipedia
қазақша: Уикипедия
kalaallisut: Wikipedia
ភាសាខ្មែរ: វិគីភីឌា
한국어: 위키백과
Перем Коми: Википедия
къарачай-малкъар: Википедия
कॉशुर / کٲشُر: ویکیپیٖڈیا
Ripoarisch: Wikipedia
Kurdî: Wîkîpediya
kernowek: Wikipedya
Кыргызча: Уикипедия
Latina: Vicipaedia
Ladino: Vikipedya
Lëtzebuergesch: Wikipedia
лакку: Википедия
лезги: Википедия
Luganda: Wikipedia
Limburgs: Wikipedia
Ligure: Wikipedia
lumbaart: Wikipedia
lingála: Wikipedia
لۊری شومالی: ویکی پدیا
lietuvių: Vikipedija
latgaļu: Vikipedeja
latviešu: Vikipēdija
मैथिली: विकिपिडिया
Basa Banyumasan: Wikipedia
мокшень: Википедие
Malagasy: Wikipedia
олык марий: Википедий
Māori: Wikipedia
Baso Minangkabau: Wikipedia
македонски: Википедија
монгол: Википедиа
молдовеняскэ: Википедия
кырык мары: Википеди
Bahasa Melayu: Wikipedia
Malti: Wikipedija
Mirandés: Wikipedia
မြန်မာဘာသာ: ဝီကီပီးဒီးယား
مازِرونی: ویکی‌پدیا
Dorerin Naoero: Wikipediya
Nāhuatl: Huiquipedia
Napulitano: Wikipedia
Plattdüütsch: Wikipedia
Nedersaksies: Wikipedie
नेपाली: विकिपिडिया
नेपाल भाषा: विकिपिडिया
Oshiwambo: Wikipedia
Nederlands: Wikipedia
norsk nynorsk: Wikipedia
norsk: Wikipedia
Novial: Wikipedie
Nouormand: Viqùipédie
Sesotho sa Leboa: Wikipedia
occitan: Wikipèdia
Livvinkarjala: Wikipedii
ਪੰਜਾਬੀ: ਵਿਕੀਪੀਡੀਆ
Pangasinan: Wikipedia
Kapampangan: Wikipedia
Papiamentu: Wikipedia
Picard: Wikipédia
Deitsch: Wikipedia
Pälzisch: Wikipedia
Norfuk / Pitkern: Wikkapedya
polski: Wikipedia
Piemontèis: Wikipedia
پنجابی: وکیپیڈیا
Ποντιακά: Βικιπαίδεια
português: Wikipédia
Runa Simi: Wikipidiya
rumantsch: Vichipedia
Romani: Vikipidiya
română: Wikipedia
armãneashti: Wikipedia
tarandíne: Uicchipèdie
русский: Википедия
русиньскый: Вікіпедія
संस्कृतम्: विकिपीडिया
саха тыла: Бикипиэдьийэ
sardu: Wikipedia
sicilianu: Wikipedia
Scots: Wikipaedia
davvisámegiella: Wikipedia
srpskohrvatski / српскохрватски: Wikipedia
Simple English: Wikipedia
slovenčina: Wikipédia
slovenščina: Wikipedija
Gagana Samoa: Wikipedia
chiShona: Wikipedhiya
Soomaaliga: Wikipedia
shqip: Wikipedia
српски / srpski: Википедија
Sranantongo: Wikipedia
SiSwati: Wikipedia
Seeltersk: Wikipedia
Basa Sunda: Wikipédia
svenska: Wikipedia
Kiswahili: Wikipedia
ślůnski: Wikipedyjo
తెలుగు: వికీపీడియా
tetun: Wikipédia
тоҷикӣ: Википедия
ትግርኛ: ዊኪፔዲያ
Türkmençe: Wikipediýa
Tagalog: Wikipedia
Setswana: Wikipedia
Tok Pisin: Wikipedia
Türkçe: Vikipedi
Xitsonga: Wikipediya
татарча/tatarça: Википедия
reo tahiti: Vitipetia
тыва дыл: Википедия
удмурт: Википедия
ئۇيغۇرچە / Uyghurche: ۋىكىپېدىيە
українська: Вікіпедія
oʻzbekcha/ўзбекча: Vikipediya
Tshivenda: Wikipedia
vèneto: Wikipedia
vepsän kel’: Vikipedii
Tiếng Việt: Wikipedia
West-Vlams: Wikipedia
Volapük: Vükiped
walon: Wikipedia
Winaray: Wikipedia
Wolof: Wikipedia
吴语: 维基百科
хальмг: Бикипеди
isiXhosa: Iwikipedia
მარგალური: ვიკიპედია
ייִדיש: וויקיפעדיע
Yorùbá: Wikipedia
Vahcuengh: Veizgiek Bakgoh
Zeêuws: Wikipedia
中文: 维基百科
文言: 維基大典
Bân-lâm-gú: Wikipedia
粵語: 維基百科
isiZulu: Wikipedia