منځنۍ پېړۍ

په پخوانيو تاريخي او جغرافيايې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسې زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازې د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي ، بلکې د سيمې لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ له پيژندنې پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډگرونو کي داسې لاس ته راوړني لري چې د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده .غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلور ديرش ولايتونو څخه يو دى ، چي د هېواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمېنه يې چغچران دۍ . د غور په گاونډيو ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شوي دي ، چي د يو شمير هغو لرغونتيا په زرگونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي ، د بيلگي په توگه په فارياب کي د دشلې لرغونې سيمه ده ، چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزگان ولايت کي د کوشاني او يفتلې پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خو له بده مرغه په غورولايت کې د لرغونو زمانو په تړاو ځانگړي څيړنې او سپړنې نه دي تر سره شوې ، چې له امله يې تر اوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو مېشتو وگړو په اړه بشپړې څرگندونې نشي کيدلای . خو د هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شوې ، د غور سيمې ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرگندوني شته چي د افغانستان په اساطيري تاريخ کېې ځانگړۍ دريځ لري .هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنگ دا يادونه هم کړې ، چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ گاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړي دي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه ) په دربار کې د يوناني طبيب کتي سيس ( Ktesies ) يادښتونه لولو . په هغو کې د هخامنشيانو پر ضد په وار وار د سوريانو پاڅونونه ياديږي . ( بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه ) په سيستان کې د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي او د هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia) ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين ( Kipin ) په نوم ياد کړېدۍ . موگا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ _ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه ) او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود .د کوشاني سترواکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان ، چي د ساکانو له سټې څخه وه ، نوموړي سيمې تر خپل واکمنۍ لاندې کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره گاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غور او اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايگاه ) وه . د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خو د ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يو شمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه . د تاريخي متونو پر بنسټ د سوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولو پخوانۍ څرگنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ( ٣٨ هجري ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شوي دي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) امير کروړ ( جهان پهلوان ) ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )

د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب گڼل کيږي . د غوري پاچاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ( ملک الجبال ) ( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بهاالدين سام ( د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غياث الدين غوري ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهاوالدين غوري ( ٦٠٧ هجري ) سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري ) او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانگړي توگه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده .په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانگړۍ دۍ .

Other Languages
Afrikaans: Middeleeue
Alemannisch: Mittelalter
aragonés: Edat Meya
asturianu: Edá Media
azərbaycanca: Orta əsrlər
تۆرکجه: اورتا عصرلر
башҡортса: Урта быуаттар
Boarisch: Middloita
žemaitėška: Vėdoromžē
беларуская: Сярэдневякоўе
беларуская (тарашкевіца)‎: Сярэднявечча
български: Средновековие
বাংলা: মধ্যযুগ
brezhoneg: Krennamzer
bosanski: Srednji vijek
буряад: Дунда зуун
català: Edat mitjana
čeština: Středověk
kaszëbsczi: Strzédnowiek
Deutsch: Mittelalter
dolnoserbski: Srjejźowěk
Ελληνικά: Μεσαίωνας
English: Middle Ages
Esperanto: Mezepoko
español: Edad Media
eesti: Keskaeg
euskara: Erdi Aroa
estremeñu: Edá Meia
فارسی: قرون وسطی
suomi: Keskiaika
Võro: Keskaig
føroyskt: Miðøldin
français: Moyen Âge
arpetan: Moyen Âjo
Nordfriisk: Madelääler
Frysk: Midsiuwen
Gaeilge: An Mheánaois
贛語: 中世紀
Gàidhlig: Meadhan-aoisean
galego: Idade Media
हिन्दी: मध्ययुग
Fiji Hindi: Middle Ages
hrvatski: Srednji vijek
hornjoserbsce: Srjedźowěk
Kreyòl ayisyen: Mwayenaj
magyar: Középkor
հայերեն: Միջնադար
interlingua: Medievo
Bahasa Indonesia: Abad Pertengahan
íslenska: Miðaldir
italiano: Medioevo
日本語: 中世
Patois: Migl Iejiz
Basa Jawa: Abad Tengahan
한국어: 중세
kernowek: Osow Kres
Кыргызча: Орто кылымдар
Latina: Medium aevum
Lëtzebuergesch: Mëttelalter
Lingua Franca Nova: Eda medieval
Limburgs: Middeliewe
lumbaart: Medioévo
lietuvių: Viduramžiai
latviešu: Viduslaiki
македонски: Среден век
മലയാളം: മദ്ധ്യകാലം
монгол: Дундад зуун
मराठी: मध्य युग
Bahasa Melayu: Zaman Pertengahan
Mirandés: Eidade Média
မြန်မာဘာသာ: အလယ်ခေတ်
Napulitano: Medioevo
Plattdüütsch: Middelöller
Nedersaksies: Middeleewn
Nederlands: Middeleeuwen
norsk nynorsk: Mellomalderen
Nouormand: Mouoyen Âge
occitan: Edat Mejana
ਪੰਜਾਬੀ: ਮੱਧਕਾਲ
Picard: Moéyin Ache
Piemontèis: Età ëd mes
português: Idade Média
rumantsch: Temp medieval
română: Evul Mediu
русский: Средние века
русиньскый: Середновік
саха тыла: Орто үйэлэр
sicilianu: Mediuevu
srpskohrvatski / српскохрватски: Srednji vijek
Simple English: Middle Ages
slovenčina: Stredovek
slovenščina: Srednji vek
shqip: Mesjeta
српски / srpski: Средњи век
Seeltersk: Middeloaler
svenska: Medeltiden
Kiswahili: Zama za Kati
Türkmençe: Orta asyrlar
Türkçe: Orta Çağ
татарча/tatarça: Урта гасырлар
українська: Середньовіччя
oʻzbekcha/ўзбекча: Oʻrta asr
vèneto: Età de mezo
Tiếng Việt: Trung Cổ
West-Vlams: Middelêeuwn
walon: Moyinådje
吴语: 中世
მარგალური: შქა ოშწანურეფი
ייִדיש: מיטל אלטער
Zeêuws: Middeleêuwen
中文: 中世纪
Bân-lâm-gú: Tiong-sè-kí
粵語: 中世紀