شاهرخ خان

شاهرخ خان
Shahrukh interacts with media after KKR's maiden IPL title.jpg
خان د کولکته نايټ رايډرز په يوې خبري غونډه کې، 2012 م. کال
زېږېدنه 2 نومبر 1965 (1965-11-02) (عمر 52) [1]

[2]
نوی ډيلی, هند

نور نومونه کینگ خان
دنده فلمي لوبگر, فلم جوړونکی, تلويزوني کوربه
د فعالیت کلونه ۱۹۸۸–تر اوسه
ښځه(ې) گوري خان (واده. 1991)
ماشومان ۳
پلار تاج محمد خان
مور لطیف فاطمه خان
تابعیت Flag of India.svg  هندوستان
دین اسلام
وېبپاڼه شاهرخ خان ویبپاڼه
صفحه د IMDb په ویبپاڼه کی
لاسلیک ShahRukh Khan Sgnature transparent.png

شاهرخ خان ( په انگرېزي: Shah Rukh Khan, په هندي: शाहरुख़ ख़ान)، په ۲ د نومبر، ۱۹۶۵ لمريز کال کې زېږېدلی. دی د باليووډ تر ټولو تکړه لوبگر، پروډيوسر او د ټلويزون کوربه هم دی.

شاه رخ خان خپله منډه په ۱۹۸۰ کې په ډرامو سيريلونو کې د ښکاره کېدو نه پېل کړه. ده خپل د فلمونو پېل د بريالي سوداگريز فلم ديوانا (۱۹۹۲) نه وکړو. تر هغه وروسته، ده په ډېرو برياليو سواداگريزو کې برخه اخيستې او ډېر په زړه پورې او ښه کار يې کړی. تر اوسه ده په هندي فلم انډسټرۍ کې د تکړه لوبغاړي ۷ فلمفير اېوارډونه اخيستي او په سينيما کې يې ډېر بری ترلاسه کړی. دل والی دلهنيا لی جاينگی (۱۹۹۵)، کچ کچ هوتا هی (۱۹۹۸)، چک دی انډيا (۲۰۰۷) او اوم شانتي اوم (۲۰۰۷) د باليووډ تر ټولو لويې برياوې دي. کبهي خوشي کبهي غم (۲۰۰۱)، کل هو نا هو (۲۰۰۳)، وير-زارا (۲۰۰۴) او کبهي الوېدا نا کهنا (۲۰۰۶) هم په بهرنيو مارکيټونو کې سترې برياوې ترلاسه کړي. له ۲۰۰۰م راهيسي، شاه رخ خان د فلمونو پروډکشن او ټلوېژن کې راتگ هم پېل کړی.

ژوندليک

شاه رخ خان په اره په يوې پښتنې کورنۍ کې زيږېدلی، د پلار نوم يې تاج محمد خان او د مور نوم يې لطيف فاطمه دی. [3] دی وروسته بيا په نوي ډهيلي کې لوی شوی دی. د شاه رخ خان کورنۍ په اره د پېښور د کيسه خوانې بازار د سيمې ده، چې د هند او پاکستان د بېلېدو نه مخکې هندوستان کې مېشت شوي. [4] شاه رخ خان د سېنټ کولمبيا سکول نه فارغ شوی چې بيا وروسته يې له ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۸۸ پورې د هانسراج په پوهنځي کې زدکړې کړي او د اقتصاد په څانگه کې يې برېليک ترلاسه کړی. هغه بيا د مېس کميونيکېشن يا ډله ايزې مخابرې په څانگه کې د ماسټري د ترلاسه کولو په تکل جامعه ملي اسلاميه پوهنتون کې په زدکړو پېل وکړ. په ماشومتوب کې يې خپلې چوټيانې په حېدراباد کې تېرولې، دا هغه ځای دی چې د هغه د مور کورنۍ په کې اوسيږي. نوموړي د گوري خان سره واده کړی او دوی دوه ماشومان لري، د ځوی نوم يې ارين خان دی او د لور نوم يې سوهانا خان دی.
شاه رخ خان د ماشومتوب نه د يو هر اړخيزه وړتوبونو خاوند وو او کله چې په سېنټ کولمبيا ښوونځي کې وو، نو د درسونو تر څنگ به په سپورټ او ډرامه کې هم تر ټولو ځلېده. هغه په ډېر وړکينې د «د پت توره» اېوارډ گټلی وو، دا هغه جايزه وه چې د ښوونځي تر ټولو هغه پياوړي زده کوونکي ته ورکول کېده چا چې به د ښوونځي په هر يوه ډاگي کې لاس درلوده او پدې توگه به يې د ښوونځي روحي فضا لوړه ساتله.هغه د Z-18 د ښوونځي د ملي-بس، چې د ښوونځي نه تر سهيلي ډهېلي پورې د وړلو او راوړلو لاره پرې لنډه وه، مشر هم وه. همدغه ملي-بس به راهول دېو او موکول دېو، چې دواړه لوبگران دي، هم ښوونځي ته رسول.

Other Languages
Afrikaans: Shah Rukh Khan
አማርኛ: ሻህሩኽ ኻን
aragonés: Shah Rukh Khan
العربية: شاه روخ خان
azərbaycanca: Şahrux Xan
беларуская: Шах Рух Хан
български: Шах Рук Хан
भोजपुरी: शाहरुख खान
brezhoneg: Shahrukh Khan
català: Shahrukh Khan
нохчийн: ШахӀ Рух Хан
کوردی: شاروخ خان
čeština: Shahrukh Khan
डोटेली: शाहरूख खान
ދިވެހިބަސް: ޝާހުރުކް ޚާން
Esperanto: Shahrukh Khan
español: Shahrukh Khan
euskara: Shahrukh Khan
فارسی: شاهرخ خان
français: Shahrukh Khan
गोंयची कोंकणी / Gõychi Konknni: Shah Rukh Khan
ગુજરાતી: શાહરૂખ ખાન
Հայերեն: Շահրուխ Խան
Bahasa Indonesia: Shahrukh Khan
italiano: Shah Rukh Khan
Basa Jawa: Shahrukh Khan
ქართული: შაჰ რუხ ხანი
қазақша: Шахрух Хан
한국어: 샤루크 칸
कॉशुर / کٲشُر: شاہ رخ خان
Кыргызча: Шахрух Кхан
Lëtzebuergesch: Shahrukh Khan
لۊری شومالی: شا رخ خان
lietuvių: Shah Rukh Khan
latviešu: Šāhruhs Hāns
मैथिली: शाहरूख खान
മലയാളം: ഷാരൂഖ് ഖാൻ
монгол: Шарук Кан
Bahasa Melayu: Shahrukh Khan
မြန်မာဘာသာ: ရှရွတ်ခန်း
नेपाली: शाहरूख खान
Nederlands: Shahrukh Khan
پنجابی: شاہ رخ خان
português: Shahrukh Khan
Runa Simi: Shahrukh Khan
română: Shah Rukh Khan
русский: Хан, Шахрух
संस्कृतम्: शाहरूख खान
srpskohrvatski / српскохрватски: Shahrukh Khan
Simple English: Shahrukh Khan
Soomaaliga: Shahrukh Khan
svenska: Shahrukh Khan
тоҷикӣ: Шоҳрух Хон
Türkçe: Shahrukh Khan
українська: Шахрух Хан
oʻzbekcha/ўзбекча: Shahrukh Khan
vepsän kel’: Han Šahruh
Tiếng Việt: Shahrukh Khan
მარგალური: შაჰ რუხ ხანი
粵語: 沙魯克汗